امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو دنويو بريدونو دداعشيانو دروند زيان

-کابل باختر دغبرګولې  ٢٤
دداعشيانو دډلې  ١٠ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې تيره شپه  ١٠تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل:  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت دبټي کوټ ، روداتو  ،. خوږياڼيو او دکوټ دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په سنګرونو کې  بريدونه شوي دي.
درارسيدلو خبرونوله مخې،   په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه  ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دى نيول شوي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي دغه ډيپود کوټ په ولسوالۍ کې دډار اچوونکو  په پټنځي کې ساتل کيده
له دغه ډيپو څخه يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
سيمه ئيز مقامات وايي  چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته