امنیت

په نيمروزکې په نويو جګړوکې طالبانو ته د سردروند زيان

زرنج باختر  د ثور د مياشتې ١٧ :
نهه ويشت تنه وسله وال طالبان په نيمروز ولايت کې په نويو جګړوکې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په خاشرود ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې وسله والوطالبان  په څو امنيتي پوستو پراخ بريدونه وکړل.
د نيمروز ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو جګړو کې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دغو جګړوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پنځه ورځې مخکې هم طالبانو ته په نيمروز ولايت کې په  همدغو پوستو په بريد سره د سر دروند زيان واوښت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته