ټولنه

دتخار په سلو کې شپيته تنه اوسيدونکي دڅښاک روغتيايي اوبه نه لري.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
په تخار ولايت کې داقتصادي ، ټولنيزې او ديموګرافي سروې نتيجې ښيي چې ددغه ولايت په سلو کې شپيته وګړي دڅښاک په روغتيايي اوبو لاس رسى نه لري.
دغه سروې دشپږو مياشتو په بهير کې د دولتي او غير دولتي ادارو له خوا دتخار ولايت په مرکز او شپاړلس ګونو ولسواليو کې ترسره شوې ده .
دتخار ولايت د احصايې دمرکزي ادارې امر دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې سروې دترسره کولو موخه ددغه ولايت د اوسيدونکو په وړاندې دپرتو چلنجونو موندل او په دغه بهير کې د دولتي او غير دولتي ادارو فعاله ونډه اخستنه ده .
ددغې سروې دنتيجو له مخې دتخار والي محمد ياسين ضيا ټولو هغو اړوندو موسسو ته چې په دغه ولايت کې دڅښاک د اوبو دپروژو په برخو کې په کار بوختې دي خبردارى ورکړ که چيرې ددغو پروژو د تطبيق په کار کې نيمګرتيا رامنځته شي نور به  هغوى ته دفعاليت اجازه ورنه کړي او ان قرار دادونه به يې فسخه شي.
ده زياته کړه هغه دولتي او غير دولتي موسسې چې د اوبو رسولو دپروژو په برخو کې کار کوي خلکو ته رپوټ ورکړي او د هغوى حساب ورکول بآيد شفاف وي .
ده زياته کړه : ددغې سروې په ترسره کولو سره دخلکو ستونزې وپيژندل شوې او ددغو ستونزو دحلولو په لاره کې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته