سیاست

دباختر اژانس مبصر ليکي

کابل باختر د وري ديرشمه

 په کابل  او ځينو ولايتونوکې دطالبانو ځنځيري بريدونه له طالبانو سره دروغې جوړې اوخبرو په چلند دبيا څيړنې اوکتنې غوښتنه کوي .

 دباختر اژانس مبصر ليکي ، دټاکلو استخباراتي کړيو په مشرۍ وسله والوطالبانو په کابل او دلوګر ،  ننګرهار او پکتيا  په ولايتونوکې ديو لړ تروريستي او ډار اچوونکو بريدونو په ترسره کولو سره په  سپين سترګي سره وښودله  چې نه غواړي دخپلو بادارانو  په اشاره دافغانستان دخلکو سوله ئيز غږ ته مثبت ځواب ووايي بلکي غواړي ووايي چې کولاي شي له ټاکلو کړيو سره په لاس يو کولو کې په غلچکي  ډول دهيواد بي ګناه خلک  دماتم او غم په ټغر کښينوي او ځنځيري  تروريستي بريدونو ته  سازمان ورکوي  هغه هم په داسې وخت کې چې دافغانستان ددولت له خوا په هيواد کې دسولى په خاطر اوچت اوزړور ګامونه اخستل شوي دي .

  خو هرځلې د پرديو په کړى کې اسير شويو کسانو په ځانمرګو بريدونو اوچاودنو سره ددغو ګامونو هرکلى کړى دى .

 له دې امله بايد نظام دټاکلو کړيو د جنايتونو د تشخيص  پر بنسټ دسولى او روغې جوړې پر چلند نوى نظر وکړي او دافغانستان ملت ته ووايي هغه کسان چې ددين په فرمان بياهم  سوله نه کوي له هغوى سره نور په سوله کې خبري نه کوي بلکى نور له دې وروسته دسوک  ځواک  په سوک سره او لغتې ځواب په لغتې سره ورکوي چې دوى په دى پوه شي چې نظام دمجبوريت  له مخې هغوى ته دسولى لاس نه دى غځولى  بلکى دديني او الهي لارښوونو له مخې يې دسولى لاره غوره کړې ده .

 په همدې  مقصد بايد تشخيص شي چې کومې ډلې سوله کوي اوڅوک دزور له لارې غواړي دافغانستان  سياسي ډګر ته ورودانګي په دغه تشخيص سره سره له دې  چې دخلکو  غږ ته مثبت ځواب ورکوي انساني چلند او زغم وشي او له هغو کسانو سره چې جګړه غواړي او له زور زياتي څخه کار اخلي بايد دزور اوجګړې له لارې مقابله وشي .

 دکارپوهانو په باور په سيمه کې دپټو استخباراتي چلندونو له مخې په دقيقه توګه ددښمن نه پيژندنه يوه موضوع روښانه کوي چې ځينى کسان لاتراوسه پورې عقيده لري  چې په جګړې او انسان وژنې سره کولاي شي دسولې دروازه پرانيزي .

  او په زياتو امتيازونوسره دخبرو ميز ته کښيني په دغه شان چلند سره آيا امکان لري له انسان وژونکو سره سوله وشي او هغه انسان وژونکي چې خپلې ګټې دسيمې په ناارامي  لټوي او دجګړه مارانو له کنتروله  وتلي واګى  هم په لاس  کې لري دسولې او تفاهم په باب خبري وکړي بايد نوردغه مفکوره پاى ته ورسول شي او خلک په څرګند ډول په دى پوه شي کوم کسان دي چې دسولې پروګرام نه مني اوکوم کسان دي چې دسولې د قاصدانو  او پيغام راوړونکو  په نامه تروريستان اوځانمرګي بريدکوونکي  راليږي اوکوم کسان دي چې غواړي سيمه دجګړې او ورور وژنې په بحران کې وسوځوي اوګټه واخلي .

 دهمدغو  ملاحظاتو  له مخې دى چې داستازو مجلس هم طرحه کوي چې دسولې په بهير  دى بيا کتنه وشي دا نه يواځې داستازو دمجلس غوښتنه ده بلکى خلک هم غواړي چې په دې پوه شي چې په پاى کې دافغانستان دملت دسولې له کاروان سره کوم کسان يوځاى شي او کوم کسان ورټل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته