ټولنه

په غورکې د دوه سوه څلویښتو کورنیو اوبه تامینیږي .

کابل  باختر  د وږي  ۲۵
په غور  ولایت کې  د اوبو رسولو د دریو پروژو کار پيل شو .
د غور د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا سرپرست انجینر عبدالمجید صمیم  د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې په دغو پروژوکې  د اوبو رسولو درې شبکې شاملې دي چې د درې ملیونو اووه سوه زرو افغانیو په لګښت  د لعل او سرجنګل  د ولسوالۍ په دریو کلیو کې د خلکو  په سلو کې له پنځلسو ونډې سره تطبیقیږي،  ده وویل چې ددغو پروژو په تطبیقولو سره به د دوه سوه درې څلویښتو کورنیو لپاره  د څښاک اوبه برابریږي . سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته