نړۍ

دترکيې يوه جټ جنګي الوتکه په سوريه کې راغورځيدلې ده .

دمشق  باختر  دچنګاښ دريمه

 دسوريې دحکومت  مامورينو پرون وويل  چې  دترکيې يوه جټ جنګي الوتکه  ددغه هيواد  په فضايي حريم کې  راغورځيدلې ده او دترکيې  دولت  به  دقضيې  د اړخونو له روښانه کيدو وروسته  ددغې موضوع په وړاندي لازم ګامونه واخلي .

   دغه موضوع به  د دواړو هيوادونو ترمنځ تاوتريخوالي  بيخي  زيات کړي .

  دسوريې د رژيم  يوه انتقاد کوونکي  هيواد  ترکيه  په تيرو  څوارلسو مياشتو کې په دغه هيواد کې  د اړو دوړ دځپلو  په لټه کې دي .

  د سوريې  دولتي خبري اژانس  ( سانا )  تيره شپه  وويل چې ددغه هيواد پوځي ځواکونو په ټيټه ارتفاع  او په زيات ګړنديتوب سره  يو ناپيژندل شوي هوايي هدف  تشخيص کړ او دسوريې  دپوځي ځواکونو په دافع هوا باندې په مستقيم ډول  دالوتکي ضد  توپونو ګوزارونه وشول . 

  دترکيې دصدراعظم دفتر  دالوتکي راغورځيدل  تاييد کړل  او ددغه هيواد  د صدراعظم  رجب طيب اردوغان په مشري  له دوه ساعته غونډې وروسته  يې  په دې اړوند يوه  وينا خپاره  کړه چې  په هغې کې ويل شوى دى  چې دترکيې  دهوايي پوځ  فانتوم  ډوله  جنګي الوتکه  دسوريې  د پوځي ځواکونو  په واسطه  راغورځول شوې ده  او دوه تنه پيلوټان يې بي درکه دي .

  د ترکيې  ددغې وينا  له صادريدو وروسته دسوريې  اردو  هم اعلام وکړ چې  په دغې الوتکي  يې  دخپلو سمندري اوبو د پاسه  بريد کړى دى .

   د سوريې او ترکيې ترمنځ  اړيکي  ددغې الوتکي  له راغورځيدو مخکې هم ترينګلي وې  او ترکيې   دنړۍ له يو شمير  هيوادونوسره  له قدرت څخه دبشارالاسد  د ګوښه کيدو غوښتنه کړې ده .

  ترکيه  له سوريې سره  ګډه پوله لري  اوپه سوريه کې دنااراميو  له پيل کيدو وروسته  يې  په خپلو پولو کې  دمهاجرينو کمپونه  جوړ کړي دي  او څه دپاسه  دوه ديرش زره  تنه  سوريايان  چې په دغه هيواد کې  دنښتو له امله  تښتيدلي دي  په دغوکمپونو کې  ځاى کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته