امنیت

په قرغيو کې چاڼيز عمليات پيل شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په اړوندو کليو کې د الماس -٣٢ په نامه ګډ چاڼيز عمليات پيل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. د آلماس -٣٢ په نامه چاڼيز عمليات د ډاډمن امنيت د ټينګښت او د ښې حکومتوالۍ دتامينولو په مقصد دملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو له خوا دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ دفرمان خيلو، مندروړو،بلوڅ آباد ،سنګينه،کمال پور او داغر آباد په کليو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړى پلى لوا دڅلورم کندک دقوماندانۍ په مشرى پرون سهار پيل شول.
ددغو عملياتو جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته