سیاست

دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې دعراق په سفارت بريد وغانده

کابل  باختر د زمري  نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې دعراق په سفارت نننۍ  تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دبهرنيو چارو وزارت ديوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي چې په يوه ديپلوماتيک  ځاى په بريد سره چې په هغه تعرض  په هيڅ دين کې توجيه نه لري وحشي تروريستانو يوځل بيا  له خپلې کرغيړنې  څيرې څخه پرده پورته کړه اوثابته يې کړه چې په هيڅ  انساني  ارزښت پابند نه دي او له بشريت  سره  ددوى دښمني هيڅ راز پوله او جغرافيا نه پيژني .
دبهرنيو چارو وزارت په ژورې انديښنې سره ددغه بريد بهير له امنيتي بنسټونو سره په همغږي کې له نږدې تعقيبوي او ډاډ ورکوي چې دهېواد  دزړور امنيتي ځواکونه به ددغه ناځوانمردانه بريد دشنډولو لپاره له هيڅ راز سرښندنو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته