سیاست

دجمهور رييس فوق العاده استازى: تر هغه وخته پورې چې په ادارو او وزارتونو کې دبرقي حکومتوالى سيستم جوړنه شي په هيواد کې به د ادارى اصلاح سخت کاروي.

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
تر هغه وخته پورې چې په ادارو او په وزارتونو کې برقي حکومتوالى سيستم جوړنه شي په هيواد کې د ادارى اصلاح به سخت کاردى.
دجمهور رييس فوق العاده استازي دوزارتونو او ادارو مسولينو ته ددغه ټکي په بيانولو سره له هغوى څخه دخپلو ادارو دبرقي کولو دکار د پيل غوښتنه وکړه .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ په هغې غونډه کې چې دحکومتوالى دبهير دبرقي کولو په باب له يو شمير وزارتونو او خپلواکو ادارو سره دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي وزارت دتفاهم ليک دلاس ليک کولو په مقصد جوړه شوې وه داصلاحاتو او ښې حکومتوالى په چارو کې دجمهور رييس فوق العاده استازى احمد ضيا مسعود وويل خلکو ته د خدمتونو دوړاندې کولو داصلاحاتو او ښه والي دبنسټيز کيدو په لاره کې دوزارتونو او ادارو له برقي کولو پرته بل لاره نشته ،دى ته اړتيا ده چې ټولې دولتي ادارې دخپلو کاري بهيرونو د آسانه کولو په لاره کې دبرقي حکومتوالى سيستم دهغو سلاکارانو په همکارى چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت دملګرو ملتو دسازمان د پرمختيايي پروګرام په مالي همکارى هغوى ته معرفي کوي ، عملي کړي.
دغه راز دجمهور رييس فوق العاده استازي وويل ادارې او وزارتونه به دبرقي حکومتوالى دسيستم دعملي کولو په برخه کې دتفاهم ليک له لاس ليک کولو وروسته وڅارل شي چې خداى وغواړي په هيواد کې سالمه او مدرنه اداره جوړه شي.
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي وزير د ادارو او وزارتونو دبرقي کولو دکار دپيل دڅرنګوالي په باب وويل په ادارو کې دمعلوماتي تکنالوژي غير منظم سيستمونه شته خو دبرقي حکومتوالى سيستم او پلان يې چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت له خوا برابر شوى دى دغه سيستمونه تنظيموي د ټولو ادارو دبرقي کولو او له يوې بلې سره دهغو پيوستون زمينه برابروي.
ده زياته کړه : چې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت يو معلوماتي مرکز جوړ کړى دى چې ټول وزارتونه او ادارې کولاى شي خپل ټول معلومات په هغه کې وساتي او دهغه دمالکيت حق په يواځې په خپله دوى ولري .
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزير زياته کړه چې دسلاکارانو ټاکل داد ادارو او وزارتونو په کارونو کې دلاس وهنې په مانانه دى يواځې هغه کارى چې دوى يې په غاړه لري نښلول او دبرقي حکومتوالى په تخنيکي برخو کې دسلامشورو ورکول دي.
په غونډه کې دموضوع په باب له هر اړخيزو خبرو وروسته د ادارو اووزارتونو مسولينو په تفاهم ليک کې همکارى دځينو کارى مسلوته دځاى ورکولو په باب خپل پيشنهادونه وړاندې کړل او دبرقي حکومتوالى له پروګرام سره يې خپله هر اړخيزه همکاري اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته