ټولنه

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ ونمانځل شوه .

کابل باختر د ليندي  څلورمه :

دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي نړيواله ورځ نن داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ونمانځل شوه .

دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه داطلاعاتواوفرهنګ  وزارت دخپرونو دچارو معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل چې تاوتريخوالي په بيلابيلو بڼو اوچلندونو عملي کيږي .

فزيکي ، روزنې  اوکورنۍ تاوتريخوالي او دکار په چاپيريال  کې اداري تاوتريخوالي له بده مرغه په افغانستان کې رواج لري  چې جرړې يې  په ناپوهۍ ، داسلام په مقدس دين او په هيواد کې  په نافذو قوانينو په بې خبرۍ  بيسوادي ، بې وزلي ، وزګارتيا ، په نشه يي توکو په روږديتوب او په نورو عواملو کې دي که څه هم دښځو په ګټه زيات قوانين ، مقررې او پاليسۍ  تصويب شوې دي خو دتطبيق لپاره يې  وخت ته اړتيا لرو .

دغه راز  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دجندر آمرې محبوبې  سعادت خبرې وکړې او ويې ويل چې دښځو پرخلاف تاوتريخوالى دحقوقو تر پښو لاندې کول دي او په هيواد کې  دامنيت او سولې دودې دبرابرۍ لپاره خنډ بلل کيږي .

ددې دڅرګندونو له مخې سږ کال په نړۍ کې  دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ په کور کې  دسولې، په نړۍ کې دسولې په شعار سره نمانځل کيږي .

ورپسې دافغانستان دښځو لپاره دملګروملتوددفترجګپوړي استازي صبري  خبرې وکړې او ويې ويل چې ښځې دې بايد دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو دمې دمياشتې دشپاړلسمې نيټې په پروګرام کې ددغې موضوع بيلابيل اړخونه جوت کړي .

دغونډې په پاى کې  شکريې خروټې او توريالى ستورى دموضوع په باب خپل شعرونه
ولوستل .
  ختم_  عطاالله _ اکرم
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته