امنیت

په زابل کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ اکاډمي جوړه شوه

قلات باخترد جنګاښ د مياشتې ۲۰ مه
په زابل ولايت کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ د زده کړو معياري اکاډمي د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سرپرست محبوب محبت په نوښت جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ.
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست باختر اژانس ته وویل چې مخکې له دې په دغه ولايت کې د کرکټ هيڅ اکاډمي نه وه،په همدې موخه يې هڅې پيل کړې چې په شخصي لګښت د کرکټ مينه والو ته يوه معياري اکاډمي جوړه کړي.
محبت زياتوي چې په دغې  اکاډمې کې به د لوبغاړو په توپ اچونه،توپ وهنه،توپ ټولونه او جسمي پیاوړتیا باندې کار کوو تر څو لوبغاړی په معیاری ډول زده کړه تر لاس کړي او په راتلوونکی کې ملي ټيم ته لاره پیدا کړي.
يو تن لوبغاړی حاجی یونس چې له لسو کلونو راهيسې د کرکټ لوبه کوي د دغې اکاډمۍ جوړل ګټور بولي او زياتوي چې د دغې اکاډمۍ په مټ به ځوانان د نښتو پر ځای د سپورت ډکر ته مخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته