کابل باخترد لړم د مياشتې ٨ :
په هرات ولايت کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د سرخ پوشانو او د انصاري د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
د هرات ولايت د فوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په هرات ولايت کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې د صرافانو د اتحاديې ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د اتفاق ټيم ته ماتې ورکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ