ټولنه

دکابل قندهار په لويه لاره کې مرګاني ترافيکي پيښه .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دزابل ولايت په مربوطاتو کې دترافيکي پيښې له امله  درې تنه ووژل شول او کابو دولس تنه نور ټپيان شول .
  دغه پيښه  نن له غرمې وروسته دکابل قندهاردلويې لارې په اوږدو کې دزابل ولايت په مربوطاتو کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې يو بس موټر  له يوه ګړندي مسافروړونکي موټر سره  ټکر وکړ .
  دکابل قندهار دلويې لارې دترافيکو دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې  درې تنه سپرلي  ووژلې شوې او دولس تنه نور يې ټپيان شول .  ده وويل  چې دمسافر وړونکي  ګړندي موټر چلوونکي  دپيښې له ساحې څخه  تښتيدلى او پوليسو دهغه دموندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .
  ده  ددغو دواړوليږدونکو موټرودچلوونکو بي احتياطي ددغې پيښې اصلي انګيزه وبلله .
په همدې حال کې  په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکترانوددغې پيښې  ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته