کابل باختردتلې د مياشتې ٥ :
درې تنه د غيرقانوني وسلو دليږدونې په تور دفراه ښار په مربوطاتوکې د پوليسو له خوا ونيول شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغوکسانوکله يې چې غوښتل يوه اندازه جنګي وسايل له فراه ښارڅخه په يوه موټرکې نامعلوم ځاى ته وليږدوي؛ د کرجي کلي د پلټنې په پوسته کې د پوليسو له خوا کشف او ونيول شول.
دغوکسانو د تحقيق په بهيرکې د غيرقانوني وسلو د ليږدونې په باب په خپل جرم اعتراف کړى دى.
پيښه تر څيړنې لاندې ده .