امنیت

درې تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :    
په ننګرهار ولايت کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي ترلاسه شول او په دې اړوند درې تنه ونيول شول.
په دغو نشه يي توکوکې يوه زياته اندازه چرس اوهيروئين شامل دي.
پوليسو د دغو نشه يي توکو د ليږدونې په تور درې تنه نيولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو نشه يي توکو کې ۸۸ کيلوګرامه چرس او ۱۴ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو دغه نشه يي توکي په دوو موټروکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى   او غوښتل يې د جلال آباد _ تورخم په لويه لاره کې د مارکوبازار ته وليږدوي.
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته