سیاست

جمهور رئيس غني داخلي بې ځایه شویو ته پر وخت او د یو برابر مرستو په رسولو ټینګار وکړ

٥_کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په بیړنیو چاروکې د دولت کمېټې ناستې په زیان منوونکو ولایتونو کې د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدګي په هکله بحث وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ناسته چې پرون ماسپښین په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د کډوالو چارو وزیر او د اضطرار کمېټې غړي سیدحسین عالمي بلخي د کندز، بغلان، بدخشان، سمنګان، هلمند، ارزګان او فراه  ولایتونو د داخلي بې ځایه شویو په اړه ناستې ته مفصل راپور وړاندې کړ.
هغه وویل، د دې وزارت کمکي ټیمونه په ټولو یادو ولایتونو کې د بې ځایه شویو دقیق ارقام ثبتوي او په هر ولایت کې بې ځایه شویو ته کمکي بستې یانې خېمې، پټو او ترپال او همدارنګه تیارخوراکي توکي او نغدې پیسې وېشي.
د کلیو دبيا جوړولو او پراختیا وزیر نصیراحمد دراني له بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه د دغه وزارت د تیاریو په اړه بشپړ راپور وړاندې کړ ويې ویل، په دې هکله بشري او تخنیکي امکانات برابرشوي دي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز هم داخلي بې ځایه شویو ته د رسیدګي یادونه وکړه ويې ویل، بې ځایه شویو ته روغتیایي خدمات برابر شوي او کندز روغتون هم فعال دی. هغه زیاته کړه، د کابل او ځینو نورو ولایتونو ډاکټران د بیړنیو مرستو په موخه یاد ولایت ته تللي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر وویل، د دغه وزارت ټیمونه په ولایتونو کې فعال دي او کوښښ کوي چې بې ځایه شویو ته په نږدې موقعیت کې د خوراکي توکو د مارکېټونو مناسب ځایونه وارزوي.
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل، د بې ځایه شویو ښځو ستونزې زیاتې دي او په ولایتونو کې د مرسته رسوونکو ټیمونو ترکیب کې باید د ولایتونو د ښځو چارو رئیسانې هم شاملې شي، چې د مرستو په وېش کې مرسته او څارنه وکړي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي په دې اړه وویل، د بې ځایه شویو د استوګنې د ځای په برخه کې اقدامات شوي او بې ځایه شویو کورنیو ته د اوبو د وېش لپاره د اوبو ګرځنده ټانکرونه تیار شوي دي. هغه زیاته کړه، په دقیقه توګه د بې ځایه شویو ثبت نهایت مهم دی، تر څو مرستې ښې مدیریت شي.
د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات وویل، د دې معینیت نمایندګۍ په ټولو ولایتونو کې له رضاکارو ټیمونو سره همغږې دي او د ځوانانو رضاکاره ډلې تیارې دي چې په هر ډول شرایطو کې له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي.
د ټرانسپورټ وزارت اداري مرستیالې فوزیه احساني مناسبو ځایونو ته د بې ځایه شویو کورنیو د انتقال په موخه د نیول شویو تدابیرو په هکله معلومات ورکړل ويې ویل، په دې برخه کې تیاریانې نیول شوې دي.
طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې معین او سرپرست محمداسلم سیاس وویل، همکاره موسسو سره همغږي شوې او دا بنسټونه تیار دي چې بې ځایه شویو کورنیو سره همکاري او هر اړخیزې مرستې وکړي.
د سرې میاشتې سکرتر جنرال د دې بنسټ د ولایتي کمېټو د اجراتو په هکله مفصل راپور وړاندې کړ. هغه په دې هکله وویل، سرې میاشتې د ولایتي کمېټو د راپور د موندنو مطابق اقدامات په پام کې نیولي دي.
په دې ناسته کې یو تن د WFP,UNOCHA,UNHCR بین المللي همکارو بنسټونو په استازیتوب خبرې وکړې او د بې ځایه شویو د ځای پرځای کولو په برخه کې یې د دغو بنسټونو په استازیتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ وې ویل، په دې برخه کې خلاوې شته او موږ کوښښ کوو دولتي ادارو سره په همکارۍ بې ځایه شویو سره د سرپناه او خوراکي موادو په برخه کې پر وخت مرستې  وکړو.
د هېواد جمهور رئیس د ګډون کوونکو د راپورونو او خبرو له اورېدو وروسته وویل، د یادو ولایتونو بې ځایه شویو سره د مرستو کولو ترڅنګ دې  د فاریاب او سرپل ولایتونو بې ځایه شویو ته هم هراړخیزه پاملرنه وشي.
جمهور رئیس غني د کرنې او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو او همدارنګه طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ته لارښوونه وکړه چې د خوراکي توکو په اړه سروې وکړي او واحد نرخ تثبیت کړي تر څو له دې لارې د خصوصي سکتور او بازار په منځ کې هم انسجام ایجاد شي.
هغه زیاته کړه، په کابل کې باید په ملکي برخه کې د سوق او ادارې یو مرکز ایجاد شي چې د اړتیا په وخت کې په پوره همغږۍ او دقت خلکو ته مرستې ورسوي. جمهور رئیس وویل، د حوادثو ضد مبارزې اداره کې دې یو معیاري فورم ترتیب شي چې له طبیعي او غیر طبیعي پېښو وروسته معلومات په اساسي توګه راټول او ثبت  شي. 
جمهور رئیس ټینګار وکړ کمکي بستې باید سټنډرډ او یو برابر وي او زیانمنو شویو اقشارو ته په پام کې ونیول شي. هغه وویل، اړینه ده چې د داخلي بې ځایه شویو دقیق تصویر او ارقام ولرو او په دې برخه کې د فعالو بنسټونو موقعیت ټولو ته واضح وي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، زیانمنو شویو ولایتونو کې د ثبات له ټینګښت وروسته د انکشافي برنامو په تطبیق سره سلګونو تنو ته د کار زمینه برابرېږي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وویل، د بې ځایه شویو دقیقه سروې ضرور ده او د هغوی د ثبت بهیر باید سملاسي پیل شي. هغه ټینګار وکړ ټول دولتي ارګانونه دې په دې برخه کې د خپلو شته بشري او تخنیکي منابعو راپور کمېتې سره شریک کړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې داخلي بې ځایه شویو ته پر وخت د مرستو رسولو بهیر د چټکوالي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته