امنیت

درې تنه وسله وال طالبان دهرات او دغزني په ولايتونو کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
درې تنه تروريست طالبان دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتوپه بهير کې  ووژل شول چې دهرات او دغزني په ولايتونو کې ترسره شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ. دوه تنه تروريست طالبان چې دهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ کې دتروريستي  فعاليتونو طراحان  بلل کيدل  دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله  ووژل شول او يوتن بل  له  مخالفينو سره  داړيکو دلرلو په تور له دوو ميله  سپکو وسلو سره ونيول شو او ددغو ځواکونو په يولړ نورو عملياتو کې چې دغزني ولايت دقره باغ  په ولسوالۍ کې  ترسره شول دوسله والو  طالبانو دډلې  يو قوماندان  ووژل شو او دوه تنه ساتوونکي يې   ټپيان شول .
دغه راز دملي اردو ځواکونو دغزني  ولايت  دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوظيفوي دندو په بهيرکې يوماشوم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته