امنیت

شپږدېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۸مه / باختر
شپږدېرش وسله وال طالبان پرون په قندهار کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي قواوو په ملاتړ په قندهار ښار او ژيړۍ ولسوالۍ کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه زياته کړه: په دغو عملياتو کې ٢٠ نور طالبان ټپيان شول او د هغوی درې موټر او جنګي وسايل ويجاړ شول.
ختم –ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته