امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په زابل کې دماين دښخولو په وخت کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان نن په زابل ولايت کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دغه طالبان کله يې چې غوښتل د شهرصفا ولسوالۍ په يوه واټ کې ماين ښخ کړي  دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
په زابل  ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې درې واړو  ماين ښخوونکي ووژل شول .
ده وويل طالبانو غوښتل په دغه ماين سره  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي .
ويل کيږي پوځيان دسيمې دخلکو په همکارۍ  په دې بريالي شوي دي چې دچاودنې ديوې پيښې مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته