ښوونه او روزنه

دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې خبرتيا:

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢١
دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې خبرتيا:
د دولتي دارالمعلمينونو او ښوونکي د روزنې د څوارلسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې دکابل ښار دښوونځيو ښوونکي دي ،خبر ورکول کيږي چې څوارلسمو ټولګيو دفارغانو په اختصاصي آزموينه کې دشموليت د فورمې ويش د روان کال دمرغومي دمياشتې له ٢٢ نيټې څخه پيل او د سلواغې دمياشتې تر ٢٥ نيټې پورې دوام کوي.
د آزموينې داخيستلو نيټه وروسته اعلاميږي، په شرايطو برابر مينه وال دې دفورمې دترلاسه کولو لپاره دشهيد استاد رباني پوهنتون ته ورشي.
دغه راز په روان کال کې په استثنايي ډول دخصوصي دارالمعلمينونو دښوونکي د روزنې دموسسې په فارغانو او دخصوصي ښوونځيو په برحالو ښوونکو په آزموينو کې دشموليت دفورمې له ويشلو څخه معذرت غوښتل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته