ټولنه

تبصــره :

کابل – باختر – دتلې دمياشتې ١٧

د ځوانانو کتلوي تيښته او له هېواد څخه دمهاجرت د سناريو دوام به افغاني ټولنې ته ناوړې پايلې ولري .

ضروري ده  چې  له  هېواد څخه  دتيښتې پديده د يوې جدي ستونزې په توګه په پام کې ونيول  شي او په وړاندې يې مقابله  وشي.

د باختر آژانس مبصره ليکي :

په څو تيرو کلونو کې په تيره بيا په روان کال کې له هېواد څخه تيښته او مهاجرت دومره جدي شوي دي چې دغې پديدې په هرې افغاني کورنۍ کې خپله لاره پرانستې ده .

تيښته او مهاجرت په تيره دځوانانو ترمنځ  له اوسني ناوړه حالت څخه د تيښتې په مقصد په يوې انګيزې او په يوه عامل بدل  شوي دي او اوس له هر افغان ځوانان سره متمولو هيوادونو ته  د رسيدو خوب  شتون  لري.

يو زيات شمير دلايل شته چې د دې سبب کيږي چې ځوانان له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه ووځي او د راز  راز ستونزو په ګاللو سره د مهاجرت خطرناکه لاره غوره کړي  چې د يوه آرام  ژوندانه  د ترلاسه کولو لپاره خوب يې په  واقعيت بدل شي.

هغه نا امنى چې د بېوزلۍ ، اقتصادي  ستونزو، ټولنيزو ناخوالو ، د فرهنګي ارزښتونو د نزول او د نورو ناخوالو په شتون کې رامنځته شوې ده ، له  هيواد څخه د تيښتې او مهاجرت لپاره د ستر دليل په توګه  وړاندې کيږي . که چيرې  عادلانه او منطقي قضاوت وکړو دغه  موارد افغاني ټولنه ځوروي او تر هغه وخته پورې چې دجګړې او نا امنۍ ټغر  راټول نه شي او خلکو ته دکار او کسب زمينه برابره نه شي ، په  هيواد  کې په د بېوزلۍ او سوالګرۍ لمن  غوړيدلې  وي.

سره  له  دې هم نه شو کولاى ( دحب وطن ) په دليل دغه شان ستونزې له هيواد څخه د وتلو او په  پردې هيواد کې داستوګنې لپاره انګيزه  وبولو ، په هيواد کې روانې ستونزې  د درک او د غور وړدي ، خو هير دې نه  شي، دا ځوانان  دي چې  د دې هيواد دخاوندانو او دخپل کور ( افغانستان  ) د خاوانو په  توګه د خپل هيواد  او خاورې په وړاندې مکلفيتونه لري چې بايد ادا يې کړي  ، دوى د ډله ييز پيوستون او يو موټي توب په فکر کې و اوسي طرحه  دې ورکړي او له نوښت  څخه دې کار واخلي او يا دې په خپله د امنيتي ځواکونو ترڅنګ  ودريږي چې په هيواد کې ثبات او نظم اعاده  شي او د نظم او ټيکاو په  شتون کې ، اقتصادي ستونزې لري شي بېوزلى کمښت  ومومي او د ټولنيزو ناخوالو ټغر  راټول شي او په يوه خبره زموږ خلک په دې ټکي باندې  ټينګار کوي چې تيښته د حل لاره نه  ده بلکې  ژمنه ، خوځښت او تحمل د ستونزو دحل لاره ده  چې بايد زموږ ځوانان يې  په پام کې ونيسي.

د هغه څه ترڅنګ چې وويل شول ،  دولتي چارواکو او د نظام مسوولينو ته دخلکو پيغام دا  دې چې د حالت  د  ښه والي لپاره د همت ملا  وتړې او په يوه معقول  او اغيزمن چلند سره ، له ځوانانو څخه د تيښتې او مهاجرت انګيزه واخلي.

زيات   فرصتونه  شتون   لــــري چې وکـولاى شي د کارموندلو ، د ټولنيز حالت  دښه والي او دهيواد د اقتصادي  ودې  زمينه  برابره  کــړي چې بايد  دغه  فرصتونه په سمه توګه مديريت  شي.

هير نه کړو، زيات هيوادونه  شته چې کولاى شي الګو او بيلګه وي ، په منځني ختيځ ، لا تينه امريکا او افريقا هغه هيوادونه دي  چې بده ورځ يې  لرله خو په  دود او لوګي کې  يې اقتصادي پروګرامونه جوړ کړل، کار يې وکړ او خپل هيوادونه يې وژغورل . په داسې حال کې چې  دغه شان ظرفيتونه  او استعدادونه په هيواد کې شته خو کمه پاملرنه  ورته  شوې  ده .

په کتلوي  ډول له هيواد څخه  د تيښتې دسريال دوام هغه هم دځوانانو په مشارکت ، له شک پرته  به د ظرفيت کمښت له ځان سره  ولري او پايلې به  يې ناوړې او ځورونکې وي ښه به وي چې د نظام مسوولين له هېواد څخه د تيښتې او مهاجرت مسله يو داسې بحران وبولي چې د هيواد د او خلکو د لارې  پر سره پيدا شوي دي .

هيلې په لومړي ګام کې د نظام مسوولينو متوجه کوي چې له هيواد څخه دتيښتې علتونه  له منځه يوسي او د هيوادوالو امنيتي او ټولنيز مصونيت تامين کړي.

په بل ګام کې دغه ستونزې دخلکو په ژمنه او پيوستون کې د حل وړدي ، دوى بايد اوسنۍ ستونزې د ټولو ستونزې  وبولي او د ملي وحدت او داسلامي اخوت په رڼا کې دى د اوسنيو ستونزو دحل کولو لپاره دهمت ملاوتړي او لارې چارې  ولټوي ، تيښته د حل لاره نه  ده له دغه هيواد څخه د هر وګړي په وتلو سره  يوه  پردي ته د پښې ايښودل ځاى پيدا کيږي او دا کار کيداى شي زموږ د ملي هويت او ارزښتونو  په بيه تمام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته