امنیت

پنځه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/دليندى ٢٦مه/ باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په جګړه کې د ماين جوړولو د يوه کليدي غړي په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نوريې ټپيان شول.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې د استوګنې پر يوې سيمې د هاوان ماين وتوغاوه چې په پايله کې د يوې ښځې په ګډون څلورملکي وګړي ټپيان شول.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته