-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دغزني ولايت دپوليسو يو مقام دماين دچاودنې له امله شهيد شو .
دغزني ولايت د جغتو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دسرپرست ميراجان جعفري دسپرلۍ موټر نن دمومندو غاښې په ساحه کې په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت اوشهيد شو .
په دې پيښه کې دپوليسو يو مامور هم شهيد او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شو
تراوسه پورې دپوليسو ددغه مقام دترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيز مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
په تيرو کابو دوو مياشت کې دا دجغتو ولسوالۍ دريم امنيه قوماندان دى چې دطالبانو په ډار اچوونکو بريدونوکې وژل کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ