فرهنګ

دکتاب نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د ثور نولسمه :
دقلم دورځې او دکتاب لوستلو داوونۍ  په مناسبت  نن په غازي ليسه کې دکتاب  نندارتون پرانستل شو .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  دنندارتون  دپرانستلو د مراسمو په پيل کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې نندارتون کې دديرشو خپروونکو او دبيهقي دکتاب خپرولو موسسې  څه دپاسه لس زره ټوکه کتابونه نندارې ته وړاندې  شول اويوه اوونۍ دمينه والو پرمخ پرانستى دى .
وروسته دکتاب لوستلو  داوونۍ  او دقلم دورځې په مناسبت  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام په ټولنيزو چارو کې دجمهور رييس دسلاکار لعل پاچا ازمون په واسطه ولوستل شو  چې  په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه او قدرداني کوم چې دقلم دورځې او دکتاب لوستلو داوونۍ په مناسبت يې دغه نندارتون جوړ کړى دى .
کتاب اوقلم دبشري تمدن بنسټ جوړوي له علم او ليک لوست پرته دټولنې سوکالي او برياليتوب  ناشونى دى .
په همدې  ترتيب  له همدې امله داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام داجراييه رياست دوياند دمرستيال جاويد فيصل په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
  په خوشحالۍ  سره څرکندوم  چې کتاب اوقلم دپوهې دکچې په وده او دټولنې په بصيرت کې مرسته کوي اوموږ  يې سم تګلوري ته رهبري کړي يو  ډاکتر عبدالله  عبدالله په خپل پيغام کې ددغې غونډې له جوړونکو څخه مننه کړې ده
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې او ويې ويل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کال په کال دقلم ورځ او دکتاب لوستلو اوونۍ نمانځي .
ده وويل چې دجمهور رييس له لارښوونې سره سم څه دپاسه دوه مليونه افغانۍ دکتاب دپيرودنې لپاره بيلې  شوې دي .
تيرکال هم دخپروونکو او مولفانو دملاتړ په موخه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددوو مليونوافغانيو په ارزښت کتابونه وپيرودل .
په همدې ترتيب  دپوهنې وزارت معين ډاکتر اسد الله  محقق  جهاني دکابل ښاروالې  فرهنګي رييس سيدمصطفي  سعيدي ، دسرحدونو اوقبايلو په چارو کې دجمهور رييس ستر سلاکار څيړنوال  عبدالغفور  ليوال او ډاکتر عازم دخپرونکو داتحاديې په استازيتوب خبرې وکړې .
وروسته دکتاب نندارتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمشرتابه هيئت له خوا پرانستل شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته