امنیت

دملي دفاع وزارت ويندوى : دملي اردو عسکر دى په ضروري وضع الجيشونو کې ځاى پرځاى شي

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دملي دفاع وزارت ويندوى له اسپيشل  فورس ځواکونو څخه  غوښتى دى چې په ټاکلي موده کې دميدان وردګو له ولايت څخه ووځي .
دجنرال محمد ظاهر عظيمي څرګندونې دهيواد دملي امنيت دشورا له پريکړې  وروسته کيږئ  چې پرون يې ټينګار وکړ چې خاص بهرني ځواکونه دى تردوو اوونيوپورې  له ميدان وردګو څخه ووځي.
جنرال عظيمي  دباخترا ژانس خبريال ته وويل ، دميدان وردګو   اودلوګر دولايتونو   خلکو ته دامنيت  تامينول  ، ښه حکومت والي له خلکو څخه دمخالفينو جلا کول  اودکار او ژوندانه دډاډمن فضا برابرول ، دافغانستان  داسلامي جمهوريت  ددولت  ، دملي دفاع  وزارت  اودهيواد او دنورو امنيتي ځواکونو په کاري لومړيتوب کې ځاى لري.
په همدې مقصد موږ تراوسه پورې څوځلې دغو ولايتونو ته هيئتونه استولي دي او هم دملي  دفاع وزارت دمشرتابه هيئت اودميدان وردګو اودلوګر  دولايتونو دملکي او نظامي  مسوولينو په ګډون په دغو ولايتونو اودملي دفاع وزارت په مقر کې يولړ غونډې جوړې کړې وې  چې محسوسي نتيجې  موترلاسه کړي دي.
د ١٣٩١ کال دکب دمياشتې  په شپږمه نيټه ديکشنبې په ورځ  ددغو دوو ولايتونو دامنيت  موضوغ وڅيړل شوه  چې په ترڅ کې يې دميدان وردګو والي وويل، که چيرې دامنيت د تامينولو موضوع افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي  دوى په ښه توګه کولاي شي دسولې اوثبات په ټينګښت کې اغيزمن لور ولوبوي.
دافغانستان  داسلامي جمهوريت جمهوررييس او دوسله وال پوځ اعلي سرقوماندان حامدکرزي دامنيت شورا له پريکړې سره سم  لارښوونه وکړه  چې تر راتلوونکو دوو اونيو پورې دې داسپيشل فورس بهرني ځواکونه له دغو سيمو څخه ووځي .
دملي دفاع وزارت دجمهوررييس اودوسله وال پوځ داعلي سرقوماندان دلارښوونې دتطبيق په خاطر دې په ټاکلي  موده کې دغه سيمې تشې کړي.
دافغان امنيتي ځواکونو دغونډو په ترڅ کې پريکړه وشوه  چې ملي اردو په ضروري وضع الجيشونو کې  ځاى پرځاى اوخپل چاڼيز عمليات اوګزمې دې ددغې سيمې له نوي امنيتي پلان سره سم اجرا کړي او دغه راز دښارونو او دلويو لارو امنيت دې پوليسو ته وسپارل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته