سیاست

حامدکرزي د اسدالله خالد روغتیایي حالت له نږدې وکوت

کابل باختر دمرغومي شلمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی او ملګری هيئت یې په سیمه ئیز وخت پرون غرمه د امریکا د متحده ایالاتو پايتخت واشنګټن ته و رسېد.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ .
د هېواد جمهوررئیس واشنګټن ته له رسېدو وروسته د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد چې د واشنګټن په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، پوښتنې ته ورغی او د هغه روغتیایي حالت یې له نږدې وکوت.
د روغتون ډاکترانو د اسدالله خالد د درملنې په باب حامدکرزي ته معلومات ورکړل او د هغه روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ وباله.
جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد په درملنه کې د هغه د معالجو ډاکترانو هڅې وستایلې او د هغه د روغتیایي حالت د ښه والي له امله یې خوښي څرګنده کړله.
همدا راز جمهوررئیس د اسدالله خالد له پوښتنې وروسته په دغه روغتون کې د هغو بسترو امریکایي عسکرو د روغتیا پوښتنه وکړه چې د افغانستان په جګړه کې ټپیان شوي دي.حامدکرزي دغو امریکایي عسکرو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه او دوی ته یې افغاني سوغاتونه ورکړل.
حامد کرزی به امریکا ته په خپل دغه درې ورځني رسمي سفر کې له جمهور رييس بارک اوباما، د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن هیلرې کلنټن، د دفاع له وزیر او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره په جلا جلا ډول وګوري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته