روغتیا

په هېواد کې دروغتيا پالو اوقابلو شورا جوړه شوه .

کابل باختر د ليندى لسمه :
دعامې روغتيا وزارت دلومړى ځل لپاره په هېواد کې دروغتيا پالو او قابلو شورا جوړه شوه.
پخوا دافغانستان کابينې دروان کال دچنګاښ په مياشت کې په خپله يوه غوڼډه کې په هېواد کې دقابلو او روغتيا پالو شورا دجوړولو طرحه تاييد کړې ده .
  دباختر اژانس دخبريال دخبرله مخې، دهېواد دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز ددغې شورا دپرانستلو په مراسمو کې وينا وکړه او ويې ويل ددغې شوراجوړول په هېواد کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې دکيفيت  دښه والي او ميندو او نويوزيږيدلو ماشومانو دمړينې دکچې دکمښت په لور يو بل ګام دى .
همدا اوس په ټول  هېواد کې کابو څوارلس  زره تنه روغتيا پال او قابلې  شته او څه دپاسه شپيته سلنه روغتيايي  مرکزونه روغتيا پال او قابلې لري .
ددغې شورا جوړول دروغتيا پالو او قابلو دخدمتونو دکيفيت دلوړولو لپاره ډير مهم او اغيزمن دى .
دغه شورا دعامې روغتيا وزارت په جدي  هڅو سره دنړۍ دروغتيايي  سازمان دملګروملتو دسازمان دوګړو دصندوق ، دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې ، داغاخان بنسټ ، دجې اي زيد ددفتر ، دلومړى ميرمنې ددفتر او ديونسف په همکارى  جوړه شوې ده .
په همدې حال کې ويس احمد قرني دانتخاباتو له لارې ددغې شورا درييس او ميرمن  فهيمه نظري دمرستيالې په توګه انتخاب شول .
دغه راز په دې غونډه کې دشورا مديره هيئت وټاکل شو او دروغتيا پالو او قابلو شورا دقانون په چوکات کې دمديره هيئت  دندې اومسووليتونه مشخص شول
دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې په راتلوونکو دوو کلونوکې په هېواد کې دروغتياپالو او قابلو شمير شلو زرو تنو ورسوي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته