سیاست

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير: د تروريستي ډلو د اصلي جرړو او د تمويل د سرچينو د وچولو لپاره بايد کار وکړو

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير: د تروريستي ډلو د اصلي جرړو او د تمويل د سرچينو د وچولو لپاره بايد کار وکړو
د ايران د بهرنيو چارو وزير: د پخوا په شان په سيمه کې د تاوتريخوالي او بنسټپالنې د پياوړتيا لپاره تحرکات شتون لري
 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني سيال سره  له کتنې وروسته د سيمې په کچه د تروريستي ډلو د اصلي جرړو او د تمويل او سمبالښت د سرچينو د وچولو په موخه په ګډې همکارۍ باندې ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف نن د خپل هېواد د يوه جګپوړي هيئت په مشرۍ کابل ته را ورسيد.
ده افغانستان ته د خپل سفر موخه په ستراتيژيکي همکارۍ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د کچې لوړول وبلل.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل ايراني سيال سره له کتنې وروسته وويل: افغانستان او ايران د ګاونډيتوب په اړيکو سربېره د دواړو هېوادونو د ميشتو خلکو د تاريخ په اوږدوکې ديني، فرهنګي او سياسي پيوندونه لري. په همدې دليل د دواړو هېوادونو اوسني دولتونه ځان ملزم بولي چې د سيمې په کچه خپلې سياسي،اقتصادي او امنيتي ګټې د همدغو تاريخي پيوندونو په رڼا کې تعريف او تعقيب کړي.
رباني وويل: په هغې غونډه کې مو چې لرله، د تروريزم او بنسټپالنې پرخلاف د مبارزې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او په تېره بيا په بېلابېلو ساحوکې د اقتصادي همکاريو په ګډون د مهمو ټکو په باب خبرې وشوې .
ده څرګنده کړه چې تروريزم، بنسټپالنه او د طالبانو تاوتريخوالى د دواړو هېوادونو په نظر د سيمې او نړۍ سوله او امنيت ګواښوي. لکه څنګه چې افغانستان باور او اعتماد لري، د ايران اسلامي جمهوريت هم ټينګارکوي چې بايد ټول اسلامي هېوادونه او د اسلامي نړۍ سازمانونه د ډار اچوونې، بنسټپالنې او د طالبانو د تاوتريخوالي پرضد په ګډه او همغږۍ سره مبارزه وکړي.
د تروريزم پرضد اوسنۍ نړيواله مبارزه به هغه وخت بريالۍ وي چې له نوروڅخه زيات اسلامي نړۍ د تروريزم په يو هر اړخيز تاريخ برلاسې شي او ټول اسلامي هېوادونه په ګډه د بنسټپالو او ترهګرو ډلو په وړاندې په ښه او بد د هغو له تفکيک پرته په همغږۍ سره مبارزه وکړي.
صلاح الدين رباني يادونه وکړه چې د بنسټپالنې او تاوتريخوالي زيات زيان  اسلامي ټولنو ته متوجه دى او د تروريستي ډلو د جنايتکاريو د ثقل يو مرکز  زموږ سيمه ده. ټول  په ياد لرو چې په بلخ کې په ٢٠٩ شاهين قول اردو له  تروريستي بريدڅخه څو ورځې وروسته د ايران د اسلامي جمهوريت يوشمېر سرحدي ځواکونو هم د شر اچوونکو تروريستانو له خوا شهيدان کړاى شول.
د دواړو تروريستي پيښو جرړې او د پلان جوړولو ځاى د دواړو هېوادونو له پولو څخه بهر و او د دواړو تروريستي پيښو د سازمان ورکوونکو پټنځي ګډ دي، په همدې دليل افغانستان د سيمې له نورو هېوادونوڅخه  غواړي چې ټول په ګډه بايد د تروريستي ډلو د اصلي جرړو او د تمويل او سمبالښت د سرچينو د وچولو لپاره کار وکړو.
افغانستان باور لري: که چېرې د دغو تروريستي ډلو په ملاتړو په زور اچولوسره د سيمې په کچه د هغوى پټنځي دړې وړې نه کړو، په سيمه کې به د هميشني امنيت شاهدان و نه اوسو.
د صلاح الدين رباني د څرګندونوله مخې: ترهغه وخته پورې چې دولتونه د تروريستي ګواښونو په وړاندې له يوبل سره امنيتي همکاري ونه کړي، د دولتونو له چوکاټ څخه بهر اړيکو په ګډون نور انتخابونه د دغو ګواښونوپه وړاندې موږ نه وقايه کوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف، په افغانستان کې د وروستيو تروريستي پيښو د غندلو په ترڅ کې وويل: ايران او افغانستان په يوه خطرناکه سيمه کې پراته دي چې د پرديو په تحرکاتو سره د بنسټپالو او له تاوتريخوالي  څخه د ډکواقداماتو قرباني شوي دي او د پخواپه شان په سيمه کې د تاوتريخوالي د پياوړتيا لپاره تحرکات رامنځته کيږي .
ده په سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ سره له ترور، تاوتريخوالي، د نشه يي توکو له توليد سره په مقابلې او د تروريستي ډلو  د مالي سرچينو په وچولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه همکاري به د دواړو هېوادونو او د سيمې د خلکو په ګټه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته