کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې له جهادي او سیاسي شخصیت استاد عطا محمد نور سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د بلخ ولایت په مقام کې ترسره شوه، په پیل کې جمهورريیس استاد عطا محمد نور ته د نوموړي د ورور حاجي فدامحمد نور د مړینې له امله د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند او مرحوم ته یې د خدای (ج) په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.
همداراز په دې کتنه کې د هیواد پر روان وضعیت او د ملي اجماع پر اړتیا او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.#