کابل باختردزمري دري ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د لوى څارنوالۍ ديو څارنوال ارواښاد عبدالطيف بيګ د مړينې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د ډاډ ګيرنې پيغام :
په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دولسي جرګې دپخواني غړي شهيد عبدالمطلب بيګ زوى عبدالطيف بيګ د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد عبدالطيف بيګ د افغانستان د خلکو د جهاد اومقاومت ، معززې کورنۍ ته منسوب و ، چې د هيواد دڅارنوالۍ په پستونو کې يې د څارنوال په توګه په صادقانه ډول کار وکړ اود افغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې يې لازمې هلې ځلې وکړې، د ده مړينه يوه ضايعه ده .
د اروا ښاد ورور د سيمه ييزو ار ګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمتين بيګ ، د ارواښاد د کورنۍ غړو او دوستانو، د تخارولايت پتمنو خلکو اودلوى څارنوالۍ منسوبينو ته دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې دلوى خداى ج له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې د جميل صبرهيله کوم.
1 1 دقیقه لوستل