امنیت

څلور تنه دوسله والو فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دملي اردو منسوبينو پرون دپکتيا او ميدان وردګو دولايتونو په مربوطاتو کې دتصفيوي عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال  مخالفين ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو منسوبينو دپکتياولايت  داحمدآباد او دميدان وردګوولايت دسيدآباد دولسواليو په مربوطاتو کې  يولړ تصفيوي عمليات ترسره کړل  چې په بهيرکې يې  څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول  او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې  او چاوديدونکې توکې ترلاسه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته