امنیت

دهېواد په ختيځ کې په نويوهوايي بريدونو کې داعشيانو ته دسر سخت زيان

جلال آباد باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
څوارلس تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې  دنويو هوايي برېدونو له امله   ووژل شول.
په دغو داعشيانو دوروستيو ٢٤ ساعتو په بهيرکې  دکوټ ، هسکې مينې او اچين په ولسواليو کې پرې ډزې وشوې.
دننګرهارولايت دپوليسو  وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دغو هوايي بريدونو کې  ١٤تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل دغه  داعشيان په خپلو پټنځايونو کې  په ډاراچوونکو پيښو بوخت و  چې بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه وکړل.
ويل کيږي  چې په دغو هوايي بريدونو کې اوسيدونکو ته دسرزيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبر له مخې  امنيتي  مامورينو نن سهار  دجلال اباد ښار داچين ، مهمنددرې او کوت په ګن ميشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته