امنیت

دلوګر ولايت دپوليسو افسرانو ته دميړانې مډالونه ورکړل شول .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ څو تنه افسران ، ساتنمنان  او سرتيري چې ددغه ولايت  داوسيدونکو دامنيت دتامينولو په برخه کې يې ميړانه اوزړورتيا  ښودلې وه دجمهوري رياست دمقام له لارښوونې سره سم دمډالونو او ستاين ليکونو په ورکولو سره وستايل شول .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دلوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ  په مقر کې  جوړه شوې وه دکورنيو چارو وزارت دپوليسو دعمومي قوماندانۍ مرستيال پاسوال داد الله معصومي وويل چې دجمهوري رياست  دمقام له لارښوونې سره سم دهيواددخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د ٩٦ کاليزې په مناسبت  دهغو سترو خدمتونو او زړورتيا  په درناوي چې دغو کسانو دجګړې په ډګر او ددښمن دځپلو  په برخه کې  ښودلې ده وستايل شول .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي دجمهوري رياست له مقام سره دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې وويل چې دلوګر ولايت دخلکو دامنيت دتامينولو په خاطر  دخپلو خلکو په خدمت کې يو او زموږ پوليس شپه او ورځ  دخلکو په خدمت کې دي
په دې غونډه کې دپوليسو پنځه تنه دميړانې  مډالونه او دپوليسو دافتخاري مډالونوپه ورکولو او ٣٤ تنه نور دستاين ليکونو په ورکولو  سره وستايل شول
يوه ستايل شوي افسر دنورو په استازيتوب  خوښي څرګنده کړه اوژمنه يې وکړه چې په ستاينې سره  مو موږ ته جرئت  راکړ  چې په خپلو دندو کې زياته پاملرنه وکړو او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ستاسو دلازياتو برياليتوبونو هيله کوو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته