امنیت

دپوليسو منسوبين وستايل شول .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه
دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دميشتو سرحدي پوليسو يو شمير منسوبين  چې دهيواد له پولې اخوا دبريدونو په شنډولو کې يې ميړانه ښودلې وه دکورنيو چارووزارت له خوا دفوق العاده ترفيع په ورکولو سره وستايل شول .
  دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، دکورنيو چارودوزيرسترپاسوال غلام مجتبي پتنګ له لارښوونې سره سم دکورنيو چارووزارت دسرحدي پوليسو دلوى قوماندانۍ اداري مرستيال پاسوال سيد امان سادات دننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې دلومړي لمبر سرحدي  لوا دپوليسو دمنسوبينو دقدردانۍ په لاره کې دغې ولسوالۍ ته سفروکړ او دسرحدي پوليسو لس تنه منسوبين يې ديوې يوې رتبې دفوق العاده ترفيع په ورکولو سره چې دکورنيو چارو دوزير له خوا منظورې شوې وې وستايل .
دسرحدي پوليسو دلوى قوماندانۍ مرستيال په ګوشتې  ولسوالۍکې دسرحدي پوليسو له مسنوبينو سره  دکتنې په وخت کې دهيوادددفاع په لاره کې دهغوى ميړانه وستايله .
په دې کتنه کې دسرحدي عمومي قوماندانۍ مرستيال  دغه راز په ګوشتې ولسوالۍ کې دميشتو سرحدي  پوليسو دژوندان  حالت اومحاربوي احضارات وکتل اودچارو دلازيات ښه والي په لاره کې يې مسوولينوته لازمې  لارښوونې وکړې .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته