ټولنه

په پروان کې د دارالايتام لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل /دکب ١٧مه / باختر :
ټاکل شوې ده په پروان کې د دارالايتام د ودانۍ جوړولو کار ډېر ژر پيل شي.
د باختراژانس  د خبريال د خبرله مخې، په پروان کې د دغه دارالايتام د جوړولو په مقصد تفاهم ليک دکار او ټولنيزو چارو وزارت او د محمد بن راشد ال مقتوم موسسې ترمنځ  لاسليک شو.
د پروان والي فضل الدين عيار چې د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې حاضر و، وايي چې دغه دارالايتام به په يوه وخت کې  د شپږ سوه اتيا يتيمو ماشومانو د ځايولو وړتياولري.
دکار اوټولنيزو چارو وزارت  د ټولنيزو چارو معين غلام حيدر جيلاني د دغه تفاهم ليک د زمينې برابرولو په خاطر د پروان والي دهلوځلو له امله مننه وکړه او ويې ويل  چې د دغه دارالايتام کار به په نږدې راتلونکې کې پيلېږي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته