ټولنه

په پکتيکا کې د اوبو رسولو د دولسو شبکو د جوړولو کار پيل شو

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
په پکتيکا کې د اوبو رسولو د ١٢ شبکو د جوړولو کار نن پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکې د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت له لارې د قطر او د «AEAO» موسسې په مرسته د ٧٩ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې جوړېږي.
ويل کېږي دغه شبکې له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د ارګون ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې جوړېږي چې ۶٠٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته