امنیت

په هرات کې د لسو تنو طالبانو وژل کيدل

– کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
د هرات ولايت په پښتون زرغون او اوبه ولسواليوکې د امنيتي ځواکونو او             وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه وسله واله نښته د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پښتون زرغون او اوبې ولسواليو په دشت نيزان او دشت بالا سيموکې رامنځته شوه چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دغه جګړه هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو د ملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل.
په دې نښتې کې درې تنه ملي پوليسان او درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او يو تن سيمه ييز پوليس هم ټپي شوى دى.
کومکي ځواکونه سيمي ته استول شوي او امنيتي حالت د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته