جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :
دولس تنه ملکي وګړي نن د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍکې ټپيان شول .
د ننګرهارد والي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ملکي وګړي هغه وخت ټپيان شول چې په دغې ولسوالۍ د ميلې د ترسره کولو په مقصد راټول شوي وو چې ماين وچاوديد.
خوږياڼي زياته کړه: له دغوټپيانو څخه نهه تنه يې برسيرن ټپيان شوي وو چې له درملنې وروسته رخصت او پاتې نور يې تر درملنې لاندې دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ