فرهنګ

د تخار د اطلاعاتواوفرهنګ رييس : اوسنۍ پيړۍ کې د هر نظا م ژبه رسنۍ دى

کابل /د تلي ١٤مه /باختر
د اطلاعاتي او امنيتي برخو ترمنځ د همغږى او د اړيکو د پياوړتيا په مقصد نن د تخار د اطلاعاتواوفرهنګ د رييس په مشرۍ له امنيتي مسوولينو سره غونډه په تالقانوښارکې جوړه شوه.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د تخار د اطلاعاتواوفرهنګ رييس انصار الله انصاري د اطلاع رسونې د ارزښت په اړه وويل: په اوسنۍ پيړۍ کې دهر نظام ژبه رسنۍ دى او هغه نظام چې رسنۍ پکې فعاليت ونه لري په حقيقت کې هغه نظام ژبه نه لري.
انصاري د امنيتي حوزو له ټولومسوولينو وغوښتل چې له دې وروسته په خپل سرله رسنيو سره مرکه ونه کړي او خبريالان د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته معرفي کړي.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د امنيتي حوزو له مسوولينو وغوښتل چې د حوزو د مجاهدينولست د اطلاعاتواوفرهنګ رياست په واک کې ورکړي چې هغوى ته د پېژندنې کارت برابر شي چې څوک ونه شي کړاى د مجاهدينو او د حوزو د مسوولينو له نامه څخه په ناوړې استفادې سره خلک وځوروي .
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د امنيتي حوزو له مسوولينو وغوښتل چې د خلکو د امنيت په تامينولوکې هلې ځلې وکړي او په فرهنګي فعاليتونو او د رسنيو د خپرونو په چاروکې لاسوهنه ونه کړي .
د تخارد اطلاعاتواوفرهنګ رييس وويل: له دې وروسته رسنۍ کولاىشي چې دقيق او په خپل وخت اطلاعات د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ له رياست څخه ترلاسه کړي.
– ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته