امنیت

دوه تنه پوليسان په پروان کې شهيدان شول .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
دوه تنه سيمه ئيز  پوليس دپروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې شهيدان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباختراژانس خبريال ته وويل دوه تنه سيمه ئيز پوليس دپروان ولايت دسياه ګرد ولسوالۍ په قمچاق  دره  کې  هغه وخت شهيدان شول چې وسله والو طالبانو دهغوى په يوې  امنيتي پوستې له بريد وروسته په نښتې لاس پورې کړ .
مموزي زياته کړه چې په دې نښته کې طالبانو ته هم دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې لاتراوسه پورې څرګند نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته