سیاست

دمبارکي پيغامونه

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ، دجمهوري رياست دمرستيالانو ، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله داجرائيه رياست دمرستيالانو دکابينې غړو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو اوغړو ، سترې محکمې او دافغانستان دټول ملت په نامه دنيکمرغه  کوچني اختر په مناسبت باختراژانس ته دمبارکي  پيغامونه رارسيدلي دي.
په پيغامونوکې دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دډيرو ښو هيلو او مبارکيو دمراتبو دڅرګندولو تر څنګ ويل شوي دي چې مسلمه امت دنفس دتذکيې مياشت او دطاعاتو اوعباداتو مياشت تيره کړه او اوس دنيکمرغه کوچني اختر درناوى کوي .
دغه راز په پيغامونو کې ويل شوي دي که چيرې دروژې مبارکه مياشت دلايزال  دربار ته دنږديوالي او تقرب مياشت ده  نيکمرغه کوچني اختر مسلمانانو ته دهمغږي سولې او پخلاينې ستر پيغام لري .
هغه کسان چې له ذهني اسارتونو پرته  په هيواد کې اوسني جګړې  او شخړې ته ګوري  په مسلمه توګه  سولې ته چې الهي فرمان دى  مخه کوي او په  هيواد کې جګړه او ورور وژنه پاى ته رسوي .
دغه راز  په پيغامونوکې په اوسنيو شرايطو کې دملي يو والي اوپيوستون ته اشاره شوې ده او دفساد ،دنشه يي توکو دقاچاقو او دنورو ټولنيزو ناخوالو پرخلاف مبارزې باندې ټينګار شوى دى .
دغه پيغامونه داطلاعاتو او فرهنګ ، ملي دفاع ، حج او اوقافو ، عدليې ، ماليې ، انرژۍ اواوبو ، فوايد عامې ، کرنې او اوبو لګولو  ، لوړو زده کړو  ، عامې روغتيا ، کار ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو او دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارتونو ، په پارلماني  چارو کې ددولت دوزير او دغه راز دلوى څارنوالۍ  دمشرتابه هيئت ، داداري فساد پرخلاف دمبارزې دعالي ادارې ،  دباختر اژانس درياست درهبري هيئت او کارکوونکو ،  داحصايې  دمرکزي ادارې ، دسوداګرۍ او صنايعودخونو ، دپانګونې  داچونې دادارې ايسا ، دکابل دطبي پوهنتون   داستادانو دټولنې ، دقلم دلوړو زده کړو دموسسې ، دکابل  دخلکو دخدمتګارانو دبنسټ ، ميوند بانک ، دروغتيايي قوانينو د تطبيق دڅيړنې  درياست ، د ډاکترانو او دروغتيايي کارکوونکو دسراسري اتحاديې ، دابن سينا دعاجل روغتون ، داندراګاندي دماشومانو دروغتيا دروغتون ، انتاني او دعلي سينا دخصوصي روغتون او دستاره دعالي موسسې له خوا  رارسيدلي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته