سیاست

تبصـره

کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :    
په امريکا کې د٢٠٠١ ميلادي کال د سپټمبر د يوولسمې نيټې له پيښې څخه ټيک ۱۷ کاله تېر شول، خو اوس هم د دغې پيښې څرنګوالى مبهم پاتې دى او له ډار اچونې سره مبارزې خپل اصلي تګلورى نه دى موندلى .
د باختر آژانس مبصر ليکې :
له نن څخه ۱۷ کال مخکې په نيويارک کې د نړيوالې سوداګرۍ په ودانيو او د امريکا په ويرجينيا کې د دغه هېواد د دفاع وزارت په ودانۍ تروريستي بريدونه ترسره شول  چې له امله يې څه د پاسه ۳۰۰۰ تنه ووژل شول.
د سپټمبر د ۱۱مې نيټې تروريستي بريدونه د امريکا او د دغه هېواد د خلکو په عظمت   د بريدونو په توګه تعريف شول او دغه هېواد ډير ژر په ذهنيتونوکې عاطفې ځاى پيدا کړې او د يوه مصبيت ځپلي هېواد په توګه د نړۍ د پاملرنې او همکارۍ وړ وګرځيد.
امريکايي مقاماتو له دغې پيښې څو ساعته وروسته د القاعده سازمان چې د يوه سعودي تبعه له خوا رهبري کيده، د دغې پيښې عامل وباله او د هغه مشر اسامه بن لادن چې د افغان طالبانو ميلمه و، د دغه تروريستي بريد د اصلي طراح په توګه معرفي کړ او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې اسامه هغوى ته وسپاري، هغه کار چې طالبانو یې ونه مانه او امريکا يې غبرګون ته اړ کړ او د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې نړيوال ايتلاف جوړ شو.
د نړۍ هېوادونه د امريکا له خوا د سپين او تور او د خير او شر په هېوادونو وويشل شول. يوشمېر اسلامي هېوادونو چې له طالبانو سره يې پټ يا په ښکاره اړيکې لرلې، د امريکا له خوا وګواښل شول او يو شمېر نورهېوادونو په دې دليل چې اسامه يوعرب او يو مسلمان و، ځانونه يې زيانموونکي وبلل او په پاى کې د امريکا په مشرۍ د شپيتو هېوادونو پوځيانو د القاعده او د هغه کوربه د طالبانو د رژيم د مجازاتو لاره ونيوله.
په پاى کې د طالبانو رژيم را وپرځول شو او د القاعدې شبکه دړې وړې شوه او له څو کاله وروسته د القاعده مشر د پاکستان په يوه حساسه پوځي سيمه کې وموندل شو او د امريکا د کومانډويانو له خوا ووژل شو.
هغه  څه  چې د بحث وړ دي، د سپټمبر د يوولسمې نيټې له قضيې سره د امريکا  د چلند څرنګوالى دى. دغه پيښه افغانستان او د آسيا جنوب ته د امريکايي پوځيانو پښه  را وکښله او د ډار اچونې پر خلاف د مبارزې نړيوال ايتلاف جوړ شو. خو له دغې پيښې څخه د اوولسو کلونو په تيريدو سره د ډار اچونې پرخلاف د مبارزې نړيوال  ايتلاف په هماغه ځاى کې دى چې له هغه ځاى څخه يې حرکت کړى و، نه يوازې  تروريستان له منځه يو نه وړل شول؛  بلکې  القاعده بيا په خپلو پښو ودريده او په ښکاره يې د افغانستان دولت او د هغه  بهرني متحدين يې له چلنج سره مخامخ کړل.
له ډارا چونې سره د مبارزې ۱۷ کاله تېرشول، خو دغه جګړه له ډب سره مخامخه شوې ده. يعنې هغه پيل چې پاى يې معلوم نه دى په اصل کې د سپټمبر د يوولسمې نيټې پيښه په خپله نړيوالو ته يوه مبهمه قضيه ده، په داسې حال کې چې په منځي ختيځ او لويديځو هېوادونوکې د امريکا او د هغې د متحدينو استخبارات ښه پوهيږي چې  د ماجر اصل چېرته دى.
باورپه دې دى چى د سپټمبر ۱۱مه د امريکا لپاره يوه وسيله شوه چې په جنوبي آسيا،  منځنۍ آسيا او آن په ختيځه اروپاکې خپلو اوږدمهالو هدفونو او پلانونو ته د رسيدو لپاره لاس په کار شي.
که چېرې دغه خبره دقيقه وي؛ معلومه ده چې القاعده دغه راز د يوه نوم او ګواښ او د يوه منبع په توګه وساتل شي، په داسې حال کې چې د تيرو اوولسو کلونو په بهيرکې دا د افغانستان خلک وو چې د ډار اچونې پرخلاف له نړيوالې جګړې څخه زيانمن شول  او دا کيداى شي د هغو خلکو او ملت په وړاندې يو اخلاقي جفا وي چې ۱۷ کاله د دوى هېواد د ډار اچونې پرخلاف د نړيوال ايتلاف د بې نتيجې جګړې ډګر و. په داسې حال کې چې له هغه څخه ۱۰ کاله مخکې  دطالبانو متحجرحکومت او تنظيمې جګړې یې وزغملې.
د افغانستان خلک هيله لري چې د سپټمبرد ۱۱مې نيټې سناريو پایته ورسيږي او ددغه  سناريوپه پاى ته رسيدو سره به د افغانستان د خلکو کړاوونه هم پاى ته ورسيږي.
ښه به  دا وي چې امريکا له ډار اچونې سره په چلندکې له سره غور وکړي. افغانستان د ډار اچوونکو ځاى نه دى، د ډار اچوونکو د پيدايښت ځاى، پټنځي او ملاتړ کوونکي  د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو، د منځني ختيځ او له سمندرونو اخوا معلوم دى.
ښه ده چې امريکا او د هغه متحدين ډار اچوونکو ته د رسيدو په مقصد دقيق آدرس په مخکې ونيسي.
پاىجذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته