خبرونهامنیت

شپږ دېرش طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د کب ٢٩ مه / باختر

د هېواد په جنوب کې ۳۶ وسله طالبان په نويو جګړو کې ووژل شول.

دغه جګړې تېره شپه او نن سهار په ارغنداب، پنجوايي، ژيړي او ډنډ ولسواليو کې هغه ونښتې چې وسله والو طالبانو د پوځيانو پر څو امنيتي پوستو او د سپرلۍ پر کاروان بريدونه وکړل.

د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې پر دغو وسله والو طالبانو هغه مهال له هوا او ځمکې بريدونه وشول چې د پوځيانو پر امنيتي پوستو او کاروان يې بريدونه وکړل.

دغه قول اردو مني چې په دغو نښتو کې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته