ټولنه

په بدخشان کې د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوه

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
په بدخشان کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره لسګونو کورنيو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په اډانه کې د دوه میليونو افغانيو په لګښت په اشکاشم ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.
د دغې شبکې له ښیګنو څخه د اشکاشم ولسوالۍ ۶٠کورنۍ استفاده کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته