ورزش

دمعلولينو دباسکتبال ملي ټيم نن جاپان ته روان شو .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دمعلولينو  دباسکتبال  ملي ټيم نن جاپان ته سفر وکړ .
  ددغه ټيم  دسفر هدف دبرازيل  د ٢٠١٦ کال دنړيوال المپيک  دسياليو دوندې ترلاسه کول بلل شوي دي .
دبدني روزنې  اوسپورت درياست داطلاعاتو او عامه پوهاوي  دامريت غړي  سيد نصرت باختراژانس ته وويل دهيواددمعلولينو دباسکتبال  ملي ټيم  به دنړيوال المپيک  دسياليو دوندې دترلاسه کولو په مقصد  ددولسو هيوادونو دمعلولو ورزشکارانو ترمنځ ددولسو ورځو لپاره سيالي وکړي .
په دې سفر کې به يو ښوونکي او يو دوه کسيز هيئت ددولسو تنو ورزشکارانو ملګرتيا وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته