کابل باختر د چنګاښ پنځمه :
په جوزجان کې تيره شپه دوګړنيز پاڅون څلور تنه غړي د طالبانو په کمين کې شهيدان شول .
دجوزجان داقچې ولسوالۍ امنيه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمنجيګک – اقچې په لويه لاره کې دطالبانو په کمين کې دوګړنيز پاڅون څلور تنه شهيدان شول .
ده زياته کړه طالبانو ددغو ځواکونو دوسلو او وسايطو په ليږدولو بوخت و چې امنيتي ځواکونه دپيښې سېمې ته ورسيدل او له جګړې وروسته يې دهغوى درې تنه ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان کړل . ختم_ شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ