امنیت

وسله والو کسانو دکشن اباد ليسې ته اور واچاوه

کابل باختردثور دمياشتي٣٠ نيټه :

دبغلان ولايت داندراب دبنو ولسوالۍ دکشن اباد دليسې ودانۍ ته تيره شپه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا اور واچول شو .

داندراب دبنو ولسوال عبدالولي حميدي ددغه خبرپه تائيدولوسره باختراژانس ته وويل  ناپيژندل شويو کسانو تيره شپه دلسو بجو په شاوخوا کې له هغه وروسته چې دښوونځي دساتوونکى لاسونه اوپيښې وتړلي ددغه ښوونځي ودانۍ ته يي  اور واچاوه.

يوه اړونده خبرځاى وويل  دليسې له ودانۍ څخه داور دلمبو اولوګي له پورته کيدو وروسته دسيمې خلکو په اقدام لاس پورې کړ اودهغي نورو برخو ته يي داور دخپريدو مخه ونيوله  .

داندراب دبنوولسوال دغه عمل دعلم اوفرهنګ ددښمنانوکار وباله  او ويي ويل ځينې سندونه له څوميزونو اوڅوکيوسره سوځيدلي او له منځه تللي دي.

پيښه ترڅيړنې لاندې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته