سیاست

ديومليون ټنو نفتي توکو پيرودنه دوزيرانو شورا له خوا تائيد شوه -شپيته زره ټنه غنم په شلو ولايتونو ويشل کېږي

ديومليون ټنو نفتي توکو پيرودنه دوزيرانو شورا له خوا تائيد شوه

شپيته زره ټنه غنم په شلو ولايتونو ويشل کېږي

   کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٢ :

 دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ د جمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې   جوړه شوه .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته د چارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست دمعلوماتوله مخې :   دغونډي په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس دهغو کارکوونکو دستاينې څرنګوالې چې ددوديزي لويې جرګي په  جوړولو کې وړتيا ښودلې ده غونډي ته طرحه کړ او دوزيرانو شورا له خوا تائيد شو.

وروسته  دسوداګرۍ او صنايعو وزير دخپل  هغه سفر نتيجې دنفتي توکودپيرودنې په مقصد ايران ته  تللي و غونډي ته داسې څرگندي کړي .

دايران  له اسلامي جمهوريت سره  دلاسليک شوي موافقه ليک له مخې  دافغانستان تربندر پوري دليږدونې  دکرايې  په يوټن کې  د دوه ديرشو ډالرو په زياتوالې  اوپه يو ټن تي يک کې ديوسلو پنځوسو ډالروپه زياتوالې سره  په نړيواله بيه   دډيزلو او پطرولو په ګډون  ديو مليون ټنو نفتي توکو دپيرودنې په باب موافقې ته رسيدلي يو  البته  ددغو  توکوپيرودنه په کټ مټ شرايطو سره دبيې  دمخکي  ورکړي په فيصدي سره ددولتي اوخصوصي سکتور په واسطه ترسره کېږي .

دوزيرانوشورا  دبيې دمخکې ورکړي  په فيصدي سر ه ددولتي او خصوصي سکتور په واسطه  ترکټ مټ شرايطو لاندې دايران له اسلامي  جمهوريت څخه ديومليونو ټنو نفتي توکو دپيرودنې په باب لاسليک شوي موافقه ليک کړ او څرگنده يې کړه چې ددغو توکو  زياته برخه دې  دنفتي توکو دتصدي  له خو اوپيرودل شي  او دماليې وزارت دې په همدي مقصد لازمي پيسې ددغې تصدي په واک کې ورکړي   دغه راز دبهرنيو چارو وزارت دې ددغه موافقه ليک دپړاونو په بشپړولو اقدام وکړي .

وروسته دسوداګرۍ اوصنايعو وزير  دچاه بهار بندر له لاري دتجارتي  مالونو دترانزيتي ليږدونې په باب دايران داسلامي جمهوريت  دپيشنهادي اسانتياو دبرابرولو په ا ړوند غونډي ته معلومات وړاندې کړي او ويې ويل  دايران لوري حاضر دى  چې په دي بندرکې دبيې په بدل کې دزيرمو  دهنګرونو دجوړولو په مقصد ځمکه  دافغانستان داسلامي جمهوريت په واک کې ورکړي .

دوزيرانو شورا دسوداګرۍ اوصنايعو او دماليې وزارتونه موظف کړل چې ددولت  او خصوصي سکتورله خوا دزيرمو  دهنګرونو په جوړولو کې دايران داسلامي جمهوريت له لوري سره تفاهم وکړي  او دنتيجې په باب دي  دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي .

په همدي ترتيب دسوداګرۍ اوصنايعو  ، ماليې  اودکرنې او اوبولګولو وزارتونه موظف کړي شول  چې دوزيرانو شورا  له پخوانيو پريکړوسره سم دنفتي توکو او دخوراکي موادو دبيړنيو زيرمو په بشپړولو اقدام وکړي  او دنتيجې په باب دې  په راتلوونکو غونډو کې دغې شورا ته ډاډ ورکړي.

له  اجنداسره سم  داقتصادي کميټې پريکړي دجمهوري رياست ددويم مرستيال له خوا غونډي ته طرحه شوي .

دوزيرانو شورا اقتصادي کميټه موظفه کړه چې دپرمختيايي بودجي دتحقق داوسني کچې څرنګوالې په هراړخيزه توګه تحليل او  وڅيړي او  په دي اړوند دبرياليتوب لاري چاري  دې مشخصي کړي او دنتيجې په باب دې دوزيرانو شورا راتلوونکې غونډي ته رپوټ وړاندې کړي .

وروسته  دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دهرات  دسپڼسين نساجي دتوليدي ماشين الاتو دپلورنې په اړوند  داقتصادي  کميټي پريکړه غونډي ته طرحه کړه .

دوزيرانو شورا له هر اړخيز غور وروسته  دسوداګرۍ  اوصنايعو او دماليې وزارتونه موظف  کړل چې يو ځل بيا دې  په نورو نساجيو کې دهرات  دسپڼسن نساجي  دماشين الاتو  دکارولو څرنګوالې بيا وڅيړي او دنتيجي په باب دي دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته رپوټ وړاندې کړي .

په همدي ترتيب دوزيرانو شورا  دصنعتي پارکونو دستونزو دلري کولو په باب داقتصادي کميټې پريکړه  تائيد اوتصويب کړه .

دغونډي دکار په دوام دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  د ١٣٩٠ او ١٣٩١ کال  دګروپي او دولتي بورسونو په شرايطو دبرابرو کانديدانو دانتخاب طرزالعمل غونډي ته طرحه کړ .

دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبروروروسته دلوړو  زده کړو وزارت سرپرست او دپوهنې وزير موظف کړل  چې  کموپرمختللو ولايتونو ته دبورسونو دونډي  دزياتي فيصدي  داختصاص په پام کې نيولو سره دي دغه طرزالعمل دغونډي له يادونې سره سم بياوڅيړي او دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته دې وړاندې کړي . داجندا په بله برخه کې داټومي انرژي داجرائيوي اوتخصصي بورد رييس  ددغه بورد داجرااتو درپوټ   او داټومي   کثافاتو دښخولو د آوازو دسموالې او ثقه والې په اړوند  غونډې ته داسې معلومات وړاندې کړل.

دافغانستان داټومي انرژي عالي  کميسيون دطبابت ، کرکېلې ، صنعت  اودانرژي دتوليد په سکتورونو کې هيواد ته دسوله ييزي اټومي تکنالوژي راوړلو په مقصد جوړ شوي دي   چې تراوسه پوري يې دسرطاني ناروغيو دتشخيص اودرملنې اودوينې له توئيدو پرته  دهغو دعملياتو دترسره کولو  ، داټومي طب دخدمتونو ، له  خوارځواکي سره دمبارزي ،  دکرنيزو حاصلاتو دزياتوالې ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې  اوداټومي وړانګو دمخنيوي په ا ړوند اغيزمن کارونه ترسره کړي دي  اوپه دې برخه کې يې  له هيواد څخه په بهرکې  داړوندو وزارتونو دتخصصي کادرونو  په روزنه کې لازم اقدام کړي دي .

ده  داټومي کثافاتو داحتمالي ښخولو دحقيقت موندلو  اودهلمندولايت په مربوطاتو کې له دې امله درامنځته شويو راديو اکتيف وړانگو دخپريدو په اړوندو وويل  چې   داړوندو ارګانونو په همکاري له هر اړخيز غور اوڅيړنې او ډول ډول کېندنو رووسته دې نتيجې ته رسيدلي دي چې له اټومي کثافاتو څخه  هيڅ راز رامنځته شوي اغيزه نه ده ليدل شوي .

دوزيرانو شورا داټومي انرژي داجرائيوي او تخصصي بورد داجرااتوله امله دمننې  په څرګندولو سره دسوداګرۍ او صنايعو وزارت موظف  کړ چې په دغه وزارت پوري اړوند دمرکز سيلو ترڅنګ ودانۍ دي  ددغه بورد په واک کې ورکړي .

وروسته دسيمه ييزو ارګانونو داداري رييس دپنځلسو مليونو يوسلو پنځوسو زرو افغانيو په ټوله بيه په ميدان ښارکې  دشوکت خان دملکېت دنولس جريبه لومړي درجه ځمکې معادل  داته څلويښت جريبه دريمه درجه ځمکې استملاک  چې له هغې څخه داسمايي مينې په  نامه   داداري اصلاحاتو دپروژې د جوړولو په مقصد کار اخيستل شوي دي ، غونډې ته طرحه کړ.

دوزيرانوشورا  ددغې ځمکې استملاک تصويب کړ  او دميدان ښار ښاروالۍ يې موظُفه کړه چې  دځمکې داستملاک بيه دې  خاوندانو ته يې ورکړي .

دغونډي دکار په دوام  دکرنې او اوبولګولو وزير دهيواد په شلو ولايتونو  دهندوستان دمرستې دشپيتو زرو ټنو غنمو دويش وړانديز چې پخوا په پلان کې نه و شامل شوي ، غونډې ته طرحه کړ .

دوزيرانوشورا دهيواد په شلو ولايتونو دمرستي دشپيتو زرو ټنوغنمو ويشل تصويب کړ  او دماليې وزارت يې موظف کړ چې   دهيواد ولايتونو ته ددغو غنمو دليږدونې پيسې تدارک  او دکرنې او اوبولګولو وزارت په واک کې دې ورکړي.

  وروسته دښځو دچارو او دعامې روغتيا دوزارتونو سرپرستانو دميرمن سحرګل قضيه   چې په بغلان ولايت کې له تاوتريخوالې سره مخامخه شوې وه غونډې ته طرحه کړه

دوزيرانو شورا  دعامې روغتيا وزارت  دميرمن سحرګل ددرملنې او دشهيدانو ، معلولينو  کار او ټولنيزو چارو او دښځو چارو وزارتونه يې  ددي دساتنې  او دژوندانه  دتامينولو په باب موظف کړل او دکورنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې ډير ژر دې ددغې پيښې عاملين ونيسي او دقانون منګولو ته يې وسپاري  اودخپلو اجرااتوپه باب دې په پرله پسي توګه دوزيرانو شورا ته رپوټ وړاندې کړي .

دوزيرانو شورا  دغزني ښار دپروژو دبهير دګړندي کولو  او د٢٠١٣ کال  لپاره داسلامي ثقافت دمرکز په توګه دهغه دچمتو کولو په مقصد   دښار جوړولو دچارو ، دښځو دچارو ، کرنې او اوبولګولو  ، ترانسپورت او هوايي چلند او دانرژي او اوبو دوزارتونو په ګډون  دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په سکرتريت اودغزني دوالي په مشرۍ په غزني ولايت کې دوزارتونو ددويمو واحدونو درييسانو په غړيتوب  په سيمه ييز ولايتي  کميسيون  د جمهوري رياست دلومړي مرستيال په مشرۍ دمرکزي  کميسيون تعديل تصويب کړ.

وروسته  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا ووزير دزابل ولايت ته دخپل سفر دنتيجو په باب غونډي ته معلومات وړاندې کړل ا ودوزارتونو ددويمو واحدونو دکادرونو  د کمښت په باب يې ددغه ولايت دخلکو پيغام غونډي ته طرحه کړ.

دوزيرانو شورا وزارتونه او دولتي اداري موظفې کړي چې  په زابل ولايت کې  دپرمختيايي پروژو دلاښه تحقق په مقصد دخپلو دويمو واحدونو دکادرونو په بشپړولو اقدام وکړي .

دغونډي په پاى کې دبهرنيو چارو د وزير له خوادرې مورده نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول   چې دتائيد وړ وگرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته