سیاست

دجمهور رييس مرستيال : نړيوالې مرستې دې بايد په افغانستان کې دانډوپيزې پرمختيا ، عدالت او ددايمي ثبات سبب شي .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
دناتو جګپوړي ملکي استازي اسمعيل ارموز نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل اوپه دې کتنه کې ددواړو لورو دعلاقې وړ موضوعګانو په باب غور او خبرې وشوې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دجمهور رييس مرستيال په دې ترڅ کې چې دوارسا کنفرانس دافغانستان له دولت او خلکوسره دملاتړ لپاره دنړيوالې ټولنې دسياسي ژمنې څرګندوى وباله او دافغانستان دامنيتي ځواکونو لپاره دافغانستان دنړيوالو همکارانو ژمنې يې دافغانستان دخلکو او دولت دهيلو سبب وبللې او ويې ويل چې دافغانستان او دهغه دنړيوالو همکارانو  دګډو همکاريو تر سيوري  لاندې  دثبات او امنيت تامينول ممکن دي .
ده دکابل ښار ددهمزنګ  دمرګانۍ پيښې او دبريښنا  په انرژۍ او په انډوليز انکشاف دلاسبري  په باب دهزاره خلکو دداعيې  په باب هم وويل چې هزاره خلک  خپل  هېوادني حقوق په سوله ئيزو چلندونو او له حکومت سره له مخامخ کيدو پرته غواړي او تل يې ددولت ، دموکراسۍ ، دسياسي ثبات دتامينولو او دانتخاباتو دترسره کولو په ګډون دملي پروګرامونو پراخ ملاتړ کړى دى .
قانونپوه دانش هغو تاريخي محروميتونو ته په اشارې سره چې په تيرو وختونوکې دهېواد په بيلابيلو  سيمو عملي شوي دي دعدالت تامينول ، انډوليز انکشاف اويوشان دهېوادوالۍ له حقوقو او امتيازاتو څخه ګته اخستنه دحکومت يو مکلفيت وباله او ويې ويل دافغانستان دخلکو هيله داده چې دنړيوالو همکارانو مرستې دې بايد دانډوليز  انکشاف ، عدالت او ددايمي ثبات سبب شي .
ده وويل دافغانستان خلک چې په بشپړ يو والي او پيوستون  کې ديو بل تر څنګ ژوند کوي دې درک ته رسيدلي دي چې دسترو سياسي ، امنيتي او اقتصادي چلنجونو د څيړنې تر څنګ بايد  دقوم ، سمت اوژبې او دنورو علايقو تر عنوانونو لاندې له تبعيض  سره مخامخ نه شي.
دجمهور رييس مرستيال دعدالت دتامينولو او دانډوليز انکشاف په باب دملي وحدت دحکومت دمسوليتونو په اړوند هم وويل هغه څه چې حکومت دخلکو دغوښتنو اومطالباتو د څيړنې په باره کې ژمنه کړې ده تبليغاتي اړخ نه لري او په بشپړه توګه به عملي شي .
قانونپوه دانش دانتخاباتو دترسره کولو او دانتخاباتي اصلاحاتو په باب هم وويل چې دانتخاباتي اصلاحاتو دتطبيق  او دانتخاباتو دترسره کولوپه برخه کې دملي وحدت دحکومت دمشرتابه هيئت له خوا دنظر له وحدت سره سره په دغو ورځو کې په دې برخه کې دقانوني تشو د ډکولو او حقوقي خنډونو دلرې کولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې، دانتخاباتو دامنيت تامينول، دبودجې برابرول ، تخنيکي موارد اودانتخاباتي  کميسيونونو دنويو کميشنرانو دانتخابولو لپاره دټاکنې دکميټې جوړول هغه نور موارد دي چې هغه به هم وڅيړلې شي .
  په دې کتنه کې دناتو جګپوړي ملکي استازي په کابل کې د تيرې اوونۍ دمرګانۍ پيښې په مناسبت دخپګان دڅرګندولو په ترڅ کې ، دروښناني غورځنګ په مظاهرو تروريستي بريد غير انساني او غير اسلامي  وباله او دقربانيانو کورنيو او  دافغانستان دولت اوخلکو ته يې د ډاډ ګيرنې او غمشيرکي مراتب څرګند کړل .
دناتو ملکي استازي دغه راز د راروانو انتخاباتو دامنيت له تامينولو سره په مرسته کې ددغه سازمان له همکارۍ  سره دعلاقمندى دڅرګندولو  په ترڅ کې دوارسا کنفرانس يو برياليتوب او دافغانستان ددولت ته دنړيوالې ټولنې دباور د راى په توګه وباله .
ده ددولت له وسله والو مخالفينوسره په مبارزه کې دهېواد دامنيتي ځواکونو دځواکمنۍ له امله دخوښي  دڅرګندولو په ترڅ کې ديو جدي ضرورت په توګه دهېواد له امنيتي ځواکونوسره د خلکو او دسياسي  جريانونو په ملاتړ باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته