ټولنه

دښځو پر خلاف دتاو تريخو الى عوا مل په يو څيړنيز ور کشاپ کې وڅيړل شول

کابل باختر د وري ٢٤
دښځو پر خلاف د تاو تريخو الى په عوا ملو د عا مه پو ها وى په مقصد نن د افغان ښځو د سرا سري اتحاد يې له خوا د المان داچ ،پي ، اس مو سسې په مرسته يو ورکشاپ پرا نيستل شو
دباختر اژانس دخبر له مخې،  د افغانستان دښځو د سراسري اتحاديې رئيسې ثريا پرليکا ددغه ور کشا پ دجوړولو هدف  په عام محضر کې دښځو دځورونې د عوا ملو په باب خبرې و بللې
ده وويل چې د تاو تريخو الى په وړا ندې چوپتيا په خپله تاو تريخو الى دى چې موږ هغه چوپ تاو تريخوال بو لو .
ميرمن پرليکا زيا ته کړه موږ بايد  داسې چلندونه و کارو چې و کولاي شو د هغو کسانو غږ چې له تاوتريخو الى سره مخامخ دي او نه شي کولاي او يا نه غواړي خپل غږ پورته کړي د مسولو مرکزو نو دچاروا کو غوږ ته ورسو .
په دې ور کشاپ کې د کا بل ښار دڅوارلسمې ا وشپاړسمې نا حيې يو سلو اتيا تنه او سيدونکي تنظيم شوي و چې په هره مياشت کې يوه ورځ دښځو پرخلاف د تاوتريخوالى عوامل څيړي اود شپږومياشتو له پاره يې پرو ګرام جوړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته